سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ډنمارک کې د کرونا ویروس له امله د عامه ازمایښتونو تر شا پانګوال مشران دي
بسم الله الرحمن الرحيم
په ډنمارک کې د کرونا ویروس له امله د عامه ازمایښتونو تر شا پانګوال مشران دي

خبر:

په ډنمارک کې د کرونا ویروس د خپرېدو څخه د مخنیوي لپاره د مارچ له ۱۵مې راهیسي ګرځبندیز لګېدلی دی. د ډنمارک لومړي وزیر د اپرېل په ۶مه د یو ویډیویي کنفرانس له لارې اعلان وکړ، چې له ختیځو رخصتیو څخه وروسته به په ټول هېواد کې په تدریجي ډول ګرځبندیز پای  ته ورسېږي. کله چې دولت پرېکړه وکړه چې د نرسرۍ، وړکتونونو او تر پنځم ټولګي پورې ښوونځي به هم پرانیستل کېږي، یادې پرېکړې خلکو ته سخت ټکان ورکړ، یاده پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د روغتیا د وزرات چارواکو ویلي چې کرونا ویروس به د اپرېل په میاشت کې په ډنمارک کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي.

تبصره:

د روغتیایي بحرانونو او عمومي ناروغیو په وخت کې خلک تمه لري چې رهبران یې د طبي ارزونو او د ویروسونو د برخې کارپوهانو په مشوره پرېکړې وکړي، مثلاً اوس باید د ویروس پوهانو او د دغو ناروغیو د متخصصینو په مشوره د خلکو د ساتنې لپاره پرېکړې وشي. په داسې حال کې چې د ډنمارک دولت په هېواد کې د ګرځبندیز پای ته رسولو لپاره هېڅ کوم طبي دلیل نه دی وړاندې کړی.

ځینې خلک پر دې باور دي چې د ډنمارک دولت داسې ستراتېژۍ ته مخه کړې چې قصداً به دغه ویروس په ډېره چټکۍ سره په هېواد کې خپور کړي او د هېواد زیاتره خلک به پر دې ناروغۍ اخته شي. په هر حال، دغه پرېکړه د هېواد د لومړي وزیر او د روغتیا  وزارت د لوړپوړو چارواکو له خوا ونه منل شوه. اوس که د هېواد دبیا پرانستلو تر شا د دغه عامه ناروغیو په ستراتېژیو کې بدلون نه وي، راغلی، نو دلیل به یې څه وي؟

د مارچ پر ۲۹مه د ډنمارک TV2 ټلوېزیون راپور خپور کړ، چې د هېواد لومړي وزیر د هېواد له مهمو شرکتونو او د سوداګریزو خونو له مالکینو سره کتلي دي. د یادو لیدنو په لړ کې د هېواد په تدریجي ډول بیا پرانیستلو باندې خبرې شوې او دوی هم ورسره موافقه کړې ده. د دغه ناستې څخه څو ورځې وړاندې د لویو شرکتونو لوړ رتبه کارکوونکو په رسنیو کې په عام ‎ډول وویل چې هېواد باید په نږدې وخت کې بیا پرانیستل شي. د هېواد لومړی وزیر بله چاره نه لري؛ ځکه په پانګوالي هېوادونو کې همدغه لوی لوی شرکتونه دي چې قدرت لري او پرېکړې هم کوي.

همدارنګه د اپرېل په دویمه  پولیټیکن ورځپاڼې هم په خپل راپور کې وویل چې د هېواد د لویو  او مهمو شرکتونو نمایندګانو د ملي عملیاتي کارکوونکو سره په پټه ګوري، تر څو د هېواد لوړ رتبه چارواکي د کرونا ویروس له بحران سره معامله وکړي. په داسې حال کې چې پارلمان له دغه موضوع خبر هم نه درلود. په دغو بحثونو کې د کارلسبورګ او میرسک کمپنیو کارکوونکو برخه اخیستې ده.

په اپرېل کې د ډنمارک هېواد بیا پرانیستل په ښکاره ډول سره په ټولنه د پانګوالو د مشرانو اغېز دی، بلکې دغه پرېکړه د روغتیایي کارپوهانو له خوا نه ده شوې. په ټولنه باندې دې ته د ورته درنو او لویو وحشتونو راتلل د پانګوالۍ د نظام پایله ده، په هغو هېوادونو کې چې دغه نظامونه حاکم دي، د ژوند راتلونکی یې د توليدي شرکتونو په لاس کې دی، چې دغه شرکتونه یوازې خپلو لنډمهاله ګټو ته پام کوي. که په زرګونو خلک ووژل شي، پروا یې نه لري؛ ځکه چې دا د دوی د صنعت قېمت دی تر څو دوی خپلې ګټې ترلاسه کړي.

د شرکتونو د دغې پرېکړې پایله به چې مخکې له وخت څخه به هېواد بیا پرانیستل شي، د کرونا ویروس خپل لوړ حد د رسېدلو لپاره ښه فرصت شي، چې ښایي د سلګونو یا زرګونو خلکو د مرګ په بیه به تمام شي. د پانګوالۍ د وینې زبېښونکو شرکتونو له خوا دا یوه عامه خبره ده چې که انسان کار وکړي، نو دوی ګټه کوي او که نه نو خلک به یې ووژني، یا هم کله چې د خلکو عمر زیات شي، ناروغ شي، خلاصه دا چې په اقتصاد کې ترې ګټه وانه خیستل شي، نو بیا دوی ورته د ټولنې د اوږو د بار په سترګه ګوري. پانګوالي د انسان ژوند ته ارزښت نه ورکوي، مګر په اسلام کې انسان د کالیو د قېمت په څېر ارزښت نه لري، بلکې په اسلام کې انسان د ډېر لوړ ارزښت او مقام لرونکی دی، که څوک د یو انسان ژوند وژغوري، په دې مانا ده چې د الله سبحانه وتعالی په نزد ټول بشریت یې ژغورلی دی. لکه څنګه چې په دغه مبارک ایت کې الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

[وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا]

ژباړه: که یو سړی د یوه کس ژوند وژغوري، داسې دی لکه ټول بشریت یې چې ژغورلی وي.

[المائده:۳۲]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: تایموالله ابو لبن

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې